ملګري ملتونه وايي، ایران د افغان کډوالو د اېستلو بهیر ګړندی کړی دی

په عکس کې د افغانانو کډوالې کورنۍ ښکاري چې له ایرانه راستنېږي

د ملګروملتونو د کډوالو لویه کمیشنیري UNHCR وایي، ایران له سپټمبر میاشتې راهیسې له خپلې خاورې د افغان کډوالو د ایستلو بهیرګړندی کړی دی.

د افغانستان لپاره د دې کمیشنیرۍ څانګې نن (د لیندۍ ۳۰مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې سږکال ایران سلګونو زره افغانان بیرته افغانستان ته استولي چې اکثره یې په زور له هغه هیواده ایستل شوي دي.

د UNHCR یوې چارواکې کارولاین ګلوک په اسلام کلا بندر کې په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې ایراني چارواکي په پام کې لري ترراتلونکې مارچ میاشتې پورې دوه ملیونه بهرني کډوال چې اکثره یې افغانان دي، له خپلې خاورې باسي.

UNHCR ویلي، له ستونزو سره سره هڅه کوي چي په افغانستان کې د خپلو شریکانو په مرسته دې هیواد ته د دغو نویو ستنیدونکو کډوالو لاسنیوی وکړي، ترڅو خپل ژوند ته بیرته سمون ورکړي.