د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره، اوچا وایي، په را روان ۲۰۲۵ کال به د افغانستان شاوخوا ۲۲،۹ ملیون وګړي بشري مرستو ته اړتیا ولري.
د دې ادارې د افغانستان څانګې پرون (د لیندۍ ۲۹مه) پر خپله ایکس پاڼه ولیکل چې د افغانستان لپاره په راتلونکي کال کې د بشري اړټیاوو او اړو کسانو ته د مرستو رسولو پروګرام یې پیل کړی دی. د اوچا په خبره د دې ډله ییزې او هراړخیزې تګلارې هدف د خلکو ژوند ژغورل، د کړاوونو کمول او د مهمو اړتیاوو په برخه کې د افغانانو د وقار ساتل دي.
اوچا ویلي چې په افغانستان کې د ۱۶،۸ ملیون اړو کسانو د ملاتړ لپاره دوه ملیارډ او ۴۲۰ ملیون ډالرو ته اړتیا ده.