امریکا د پاکستان د بالستیک توغندیو د احتمالي ګواښ په اړه خبرداری ورکړی

په عکس کې د پاکستان اټومي توغندی ښکاري

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی وایي چې پاکستان د لرې واټن بالستیک توغندیو د پراختیا په حال کې دی چې د امریکا په شمول له جنوبي اسیا ورها خوا ممکن اهداف په نښه کړي.

د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکار جان فاینر د پنجشنبې په ورځ په واشنګتن کې وویل، د پاکستان اقدامات د امریکا لپاره یو راپورته کیدونکی ګواښ دی.

د سپینې ماڼۍ دغه جګپوړي چارواکي یوه ورځ وروسته تر دې دا اندیښنې څرګندې کړې چې واشنګتن د پاکستان پر څلورو شرکتونو بندیز ولګاوه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر ویبپاڼه په خپره شوې اعلامیه کې راغلې دي چې په پاکستان کې پر څلورو شرکتونو د بندیز پریکړه د پاکستان د اوږده واټن ویشتونکو توغندیو د پراختیا د ادامې او د هغه له امله د رامنځته شوي ګواښ په رڼا کې شوې ده.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دې بندیزونو په تړاو په خپاره کړي بیان کې د واشنګتن پریکړه د تاسف وړ او مغرضانه بللې ده، خو تر اوسه یې د ښاغلي فاینر د څرګندونو په اړه څه نه دې ویلي.