د طالبانو یوه مخالفه جبهه ادعا کوي چې درې طالب وسلوال یې وژلي

د طالبانو یوې مخالفې ډلې د افغانستان د ازادۍ جبهې په کابل کې د درېیو طالبانو د وژنې ادعا وکړه.

دغې جبهې تېره شپه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې تېر ماښام د کابل د شپږمې امنیتي حوزې په دروازه کې پر طالبانو حمله شوې چې د طالبانو د درېیو غړو د وژل کېدو تر څنګ ۲ نور ټپیان شوي دي.

تر دې مخکې د افغانستان ځینو کورنیو رسنیو د کابل په همدې سیمه کې د یوې چاودنې خبر ورکړی و.

د طالبانو حکومت د دغې ادعا په باب څه نه دي ویلي او ازادي راډیو هم په بې پرې ډول دا ادعا نه شي تاییدولی.