په سوریه کې د واکمنو شویو یاغیانو هیئت تحریر الشام مشر وايي، په سوریه او افغانستان کې ذهنیتونه متفاوت دي.
احمد الشرع چې مستعار نوم یې ابو محمد الجولاني دی له بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، دوی نه غواړي سوریې ته د افغانستان بڼه ورکړي.
هغه چې د بشارالاسد د نظام تر ړنګېدو وروسته په سوریه کې برحاله واکمن ګڼل کېږي، ویلي، افغانستان یوه قبیلوي ټولنه ده، خو سوریه کې ذهنتیونه متفاوت دي او دوی د ښځو پر تعلیم باور لري.
پر افغانستان د واکمنو طالبانو اکثرو یې پر ټولنیزو شبکو د احمد الشرع د بریا مبارکي ویلې ده، خو د هغه پر وروستیو څرګندونو یې څه نه دي ویلي.
طالبانو لا هم نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې او دوه کاله کېږي چې نجونې او ښځې یې د پوهنتون له زده کړو هم منع کړې دي.