د سوریې لپاره د ملګرو ملتو استازي په دغه هېواد کې د ازادو او عادلانه انتخاباتو غوښتنه وکړه.
ګېر پیدرسن پرون په دمشق کې خبریالانو ته وویل، ډېرې هیلې شته چې په سوریه کې د یوه نوي پېلامې شاهدان واوسو، د داسې سوریې چې هلته نوی اساسي قانون وي او د انتقالي دورې له پای ته رسېدو سره انتخابات وشي.
ښاغلي پیدرسن په ورته وخت کې له سوریې سره د سملاسي بشري مرستو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې هیله مند دی چې پر سوریې ټول لګېدلي نړیوال بندیزونه چې د بشار الاسد د رژیم په وخت لګېدلي و، لرې شي.
سوریه کې تر بدلون وروسته د ازادو انتخاباتو غوښتنه

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی ګېر پیدرسن