ملګري ملتونه: د مرستې رسولو چارو کې د طالبانو لاسوهنو مو کارونه ټکني کړي

د ملګرو ملتو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر( اوچا) د نومبر میاشتې په ترڅ کې په افغانستان کې د مرستو په چارو کې  د یوسل او څلور شپیته داسې پيښو خبر ورکړی دی چې د چارو د ګډوډۍ سبب شوې دي.

د اوچا په باور دا د یوې میاشتې مخکې په پرتله شپږ پنځوس په سلو کې زیاتوالی ښیي. اوچا زیاتوي چې د دې مداخلو نهه نوي په سلو کې مسوولیت طالبانو ته ورګرځي.

د اوچا په راپور کې راغلې دي چې د محدودیتونو له امله دوه اویا بشري پروژې ځنډیدلې او دوې پروژې یو مخ تړل شوې دي. د راپور له مخې په نومبر کې د بشري مرستو د یوه مرکز چارې هم په موقته توګه ځنډول شوې دي.

دا پيښې تر ډيره د افغانستان په جنوبي، مرکزي او لویدیزو سیمو کې رامنځته شوې دي.

څه ډول مداخله

د اوچا په راپور کې د بشري مرستو په چارو کې د مداخلو په اړه دې ته اشاره شوې ده چې له مرستندویانو د کارکوونکو د لیستونو او د حساسو معلوماتو غوښتنه شوې ده، د استخدام په چارو کې مداخله شوې ده، د ښځینه کارکوونکو د محدودیتونو غوښتنه شوې ده او خدماتو ته د ښځو د لاسرسي د مخنیوي په څير پیښې ثبت شوې دي.

د اوچا په راپور کې ښکارې چې د کارکوونکو پرضد خشونت زیات شوی، تیره میاشت شپږ تنه مرستندویان نیول شوي، له دوو کارکوونکو سره فزیکي خشونت شوی او څلور مورده د تهدید هم ثبت شوې دي.

بشري ناورین پراخیږي

رویټرز اژانس تیره اونۍ په یوه راپور کې څرګنده کړه چې له افغانانو سره بشري مرستې د پام وړ کمې شوې دي چې له امله یې لوږه او فقر زیات شوی دی، د دې اژانس د راپور له مخې دا ستونزې د طالبانو سخت دریځه تګلارو پسې پراخې کړې دي او له بیځایه شویو او کډوالو سره هم مشکلات زیات شوې دي.

په کندهار کې یوې بیځایه شوې میرمنې ازادي راډيو ته وویل:

« دغه مومنان مې له غاړې دي، یتیمان مې له غاړې دي. خپل مومنان مې راته ولاړ دي. دغسې حالات مو دي؛ تاسو خو یې وینئ. درې اونۍ وشوې چې په دغو څلورو پنځو کورونو کې زموږ خواته ډوډۍ نه ده پخه شوې»

د هرات د شینډنډ یوه اوسیدونکي عزیز ګل بیا ازادي راډیو ته د خبرو پرمهال د ستونزو د حل لپاره وړاندیز وکړ:

« موږ غواړو چې دغه مسوولین هرڅوک چې اوسي چې له موږ سره خبرې وکړي . د ټول شینډنډ په کچه بیا خصوصا د زیرکوه او ټولو ولسوالیو سره همکاري وکړي د خوراک غم یې وکړي، بزګرو، کارګرو ته کارونه پيدا کړي چې له دې ستونزو څخه ووځي»

د اوچا د راپور په استناد د وړم دوه زره درویشتم کال نومبر په پرتله د سږکال نومبر په میاشت کې د بشري مرستو په چارو کې مداخله یولس فیصده زیاته شوې ده.

بل لور ته اوچا یوه ورځ مخکې تر دې په یوه بل راپور کې ویلي و

چې په دوه زره پنځه ویشتم کال کې به په افغانستان کې دوه ویشت اعشاریه نهه میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا ولري.

د اړمنو دا شمیره د سږکال په پرتله تقریبا اته لکه کمه ده. اوچا مخکې ویلي و چې په دوه زره څلرویشتم کال کې درویشت میلیونه او اووه لکه کسان بشري مرستو ته ضرورت لري.