په پکتيا ولايت کې نن د طالبانو د سترې محکمې په حکم اته کسان په دورو وهل شوي دي.
دغې محکمې نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دغه کسان په" غلا، قتل، سړي تښتونې او نامشروع اړیکو "تورن وو چې په عام محضر کې په ۳۹ دورو وهل شوي، او له دوو څخه تر لسو کلونو پوري په بند هم محکوم شوي دي.
تر دې مخکې تیره ورځ په پروان ولایت کې ځايي چارواکو د دریو ښځو په ګډون پر پنځو تنو "د نا مشروع اړیکو " په تور په عام محضر کې په دورو د وهلو حکم عملي کړی و.
نړیوال بنسټونه او د بشري حقونو ډلې بدني سزاګانې د بشري حقونو سرغړونه بولي او بیا بیا یې له طالبانو غوښتي چې د دا ډول سزاګانو بهیر ودروي. خو د طالبانو حکونت لاهم د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې پر تورنو کسانو د دا ډول سزاګانو تطبیق ته دوام ورکوي.