د وژل شوې پاکستاني الاصلې برتانوۍ سارا شریف پلار او میره په اوږده حبس محکوم شول

سارا شریف چې د پلار او میرې د شکنجې په نتیجه کې ووژل شوه. عکس د فرانسپرس خبري آژانس

د برتانیا یوې محکمې پرون د یوې وژل شوې ماشومې پلار په ۴۰ او د هغې میره په ۳۰ کاله بند محکومه کړل.

۴۳ کلن عرفان شریف او مېرمن یې ۳۰ کلنه بیناش بتول چې دواړه پاکستانیان دي، د خپلې لور لس کلنې سارا شریف په وژنه تورن شوي دي. ویل کېږي چې پلار او میرې دا ماشومه له شپږ کلنۍ څخه شکنجه کوله.

د لندن د محکمې قاضي جان کاوانا John Cavanagh په داسې حال کې چې آواز یې رېږدېده وویل د تشدد هغه کمپاین چې د ماشومې سارا پر وړاندې شوی دی حتی تصور یې ګران دی. نوموړي زیاته کړه چې سارا په فلزي میله او د کرکټ په بېټ وهل شوې او د پړي په وسیله تړل شوې وه، سر یې په پلاستیکي کڅوړه کې بند کړل شوی و، او یوه برخه یې سورۍ شوې وه چې هوا ورشي.

نوموړې ماشومه د ۲۰۲۳ کال په اګست میاشت کې په کور کې په خپل بستر کې مړه وموندل شوه او د عدلي طب معایناتو وښودله چې په وجود کې یې ۷۱ تازه زخمونه جوړ شوي وو، او لږترلږه ۲۵ هډوکي یې مات وو.