د آرام سمندر په وانواټو ټاپو کې د پرونۍ زلزلې په نتیجه کې د مړو کسانو شمېر ۱۴ ته لوړ شوی دی.
دې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په کچه ۷،۳ درجې و، سلګونه نور کسان ټپیان کړي او د آرام سمندر د جنوب په دې لیرې پراته ټاپو کې یې پراخ زیان اړولی دی.
راپورونه وايي ژغورونکې ډلې د ویجاړو ودانۍ له کنډوالو څخه د مړو او ټپیانو د راایستلو هڅه کوي. د وانواټو د پولیسو مشر رابسون لاورو په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي چې په زلزله کې له ۲۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي او د ژغورنې هڅې اوس له دوو ویجاړو ودانیو څخه د قربانیانو پر راایستلو متمرکزې دي.
دې زلزلې ګڼو ودانیو له هغې ډلې د امریکا، فرانسې، برتانیا او نیوزیلنډ سفارتونه هم زیانمن کړي دي او د بریښنا مزي او مخابراتې شبکې یې پرې کړې دي.
په وانواټو کې د اوو ورځو لپاره بېړنی حالت اعلان شوی او د ۷۲ ساعتونو لپاره الوتنې لغو شوې دي.