په کورسک کې له اوکرایني ځواکونو سره د روسي او شمالي کوریا د ځواکونو جګړو زور اخیستی دی

د اوکراین سرحد ته نژدې د روسیې په کورسک سیمه کې د جګړې ډګر

د روسیې پوځ د شمالي کوریا له ځواکونو سره په ګډه په کورسک سیمه کې د اوکرایني سرتېرو پرضد عملیات پراخ کړي دي. اوکرایني ځواکونو د روان کال په اګست میاشت کې د روسیې د کورسک سیمې ځینې ناحیې ونیولې او تراوسه هم پر ځینو سیمو ولکه لري.

د اوکراین جګپوړي پوځي قوماندان جنرال اولیکساندر سیرسکي پرون په یوه وینا کې وویل چې روسي پوځیانو له دریو ورځو راهیسې په کورسک کې پوځي عملیات پراخ کړي او په وینا یې د شمالي کوریا پوځیان په دې جګړو کې عملي برخه لري.

داسې ښکاري چې د شمالي کوریا سرتېرو ته په دې جګړه کې درانه تلفات اوښتي دي. اوکرایني او امریکايي چارواکو د دوشنبې په ورځ وویل چې د دې ځواکونو ګڼ سرتېري وژل شوي او پرون (د لیندۍ ۲۷مه) د امریکا د پوځ یوه جګپوړي چارواکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د شمالي کوریا سلګونه سرتېرو ته په کورسک کې مرګ ژوبله اوښتې ده.