د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران له خوا خبریال رضا ولي زاده ته د حبس حکم وغنده

د فردا راډیو پخوانی خبریال رضا ولي زاده د فردا راډیو په سټوډیو کې- عکس له ارشیف څخه اخیستل شوی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایراني چارواکو هغه پرېکړه وغندله چې د ایران او امریکا دوه ګوني تابعیت لرونکی، د ازادي راډیو د فردا څانګې پخوانی خبریال، رضا ولي زاده، یې په لس کاله بند محکوم کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند پرون (سې شنبې) د فردا څانګې ته وویل چې متحده ایالات په کلکه دغه حکم غندي او د هغه او په ایران کې د ټولو سیاسي بندیانو د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کوي.

دې ویاند زیاته کړه چې د ایران رژیم په مکرر ډول د ګواښونو، ډارولو، توقیفونو، جبري اعترافونو او د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کارولو له لارې د مطبوعاتو ازادي ځپلې ده.

د محکمې د هغو اسنادو له مخې چې د ښاغلي ولي زاده مدافع وکیل ته د ډسمبر په لسمه استول شوي او ازادي راډیو هم ارزولي، ولي زاده د تهران د انقلابي محکمې له خوا له یوه دښمن حکومت سره د همکارۍ په تور محکوم شوی دی.

ښاغلي ولي زاده د ازادي راډیو له فردا څانګې سره له یوې لسیزې کار کولو وروسته د ۲۰۲۲ م کال په نومبر میاشت کې استعفا ورکړې وه. هغه د روان ۲۰۲۴ م کال په لومړیو کې د خپلې کورنۍ د لیدو لپاره ایران ته تللی و، چې د سپټمبر په ۲۲ نیول شو.