د روسیې پارلمان د تروریستي ډلو د لیسټ په اړه لایحه نهايي کړه

د روسیې د پارلمان ولسي جرګې (دوما) د سې شنبې په ورځ هغه لایحه تصویب کړه چې محکمو ته اجازه ورکوي، د مسکو له خوا د نومول شویو تروریستي ډلو له نوملړ څخه یوه ډله لرې کړي.

په دغه اقدام سره دې ته لاره هوارېږي چې روسیه طالبان له تور لېست څخه وباسي.

د روسیې د پارلمان ولسي جرګې تېره اوونۍ په دې اړه د رایې اخیستو د بهیر په لومړي ګام کې دغه لایحه تصویب کړې وه چې پرون یې د رایې اخیستو دوه نور پړاوونه هم بشپړ شول.

د ولسي جرګې پر تصویب شوې لایحې به د راتلونکې جمعې په ورځ مشرانو جرګه رایې اخلي او وروسته به د توشیح لپاره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته وړاندې شي. روسیې په ۲۰۰۳ م کال کې د طالبانو ډله د تروریستي سازمانونو په لېست کې شامله کړې خو له دې سره سره یې ورسره اړیکي پاللي.

مسکو مخکې تر دې چې طالبان د ۲۰۲۱ م کال په دوبي کې پر افغانستان بیا واکمنان شي، څو ځله یې د طالبانو د پلاوو کوربه‌توب کړی او په تېرو څه کم درې نیمو کلونو کې هم د طالبانو له سرپرست حکومت سره نژدې اړیکي پاللي او خپل سفارت یې په کابل کې پرانیستی پرېښی.