د افغانستان د بېس بال د ملي ټیم لوبغاړي وايي چې د لوبغالو د نشتوالي تر څنګ له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.
په افغانستان کې ښايي دومره خلک د بېس بال لوبې په اړه کافي معلومات ونه لري خو د افغانستان د بېس بال د ملي ټیم غړي وايي، شاوخوا څوارلس کاله وړاندې دغه لوبه افغانستان راوړل شوې ده.
دوی له ازادي راډیو سره په خبرو کې د لوبې لپاره د لوبغالو نه موجودیت، د کارېدونکو وسایلو کمښت او په ټوله کې د مالي امکاناتو نه موجودیت په افغانستان کې د بېس بال ورزش پر وړاندې لویې ننګونې بولي.
د بېس بال د ملي ټیم دوو لوبغاړو محمد عاصم، او محمد عثمان خان په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
« موږ لوبغاړي دا مهال له جدي مالی ستونزو سره مخامخ یو، د لوبې لپاره میدان نه لرو غوښتنه مو دا ده چې موږ ته منظمه اکاډمي جوړه شي څو د راتلونکو لوبو لپاره پکې منظم تمرینونه وکړو او ځانونه نړیوالو لوبو ته چمتو کړو.»
« موږ غواړو چې په راتلونکو کې د افغانستان نوم روښانه کړو، لوبې وکړو او هېواد ته ویاړونه راوړو خو له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو، لوبغالي، اکاډمۍ او د لوبو لپاره هېڅ ډول امکانات نشته.»
د افغانستان د بېس بال د ملي ټیم مرستیال مدیرعبیدالله افغان ازادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې بېس بال فدارسیون رسما ثبت شو.
نوموړی زیاتوي:
«مخکې ورسره خلکو دومره علاقه نه لرله خو د وخت په تېرېدو د خلکو علاقه ورسره زیاته شوه، دا توب ډنډې ته ورته لوبه ده اوس چې موږ چیرته تمرین کوو ډېر خلک مو لیدو ته راخي.»
بیس بال یوه ډله ییزه لوبه ده ، لوبډلې یې نهه کسیزې دي او د کرکټ په شان په منډو سره امتیاز تر لاسه کېږي.
د انلاین معلوماتو د نړیوالې پاڼې «ویکيپیډیا» د معلوماتو له مخې د بېس بال لوبې تاریخي مخینه اتلسمې پیړۍ ته ورګرځي چې په انګلستان کې دود وه خو د اتلسمۍ پیړۍ په ورستیو کې دغه لوبه د کډوالو لخوا امریکا ته یوړل شوه چې هلته یې بیا ځانګړی مقبولیت پیدا کړ.
دا مهال د امریکا سربیره دغه لوبه د لاتین امریکا هېوادونو او د ختیځې اسیا هېوادونو په ځانګړي توګه جاپان، جبوني کوریا او تایوان کې په پراخه کچه دود ده .
د افغانستان د بېس بال ټیم لوبغاړي او مسولین وايي، که امکانات ورته برابره شي کولای شي په نړیوالو لوبو کې د افغانستان لپاره د نورو سپورټي برخو په څېر لاسته راوړنې ولري.
د طالبانو تر واک لاندې د بدنې روزنې او ورزش ریاست او ملي المپیک کميټې رئیس احمد الله وثیق په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې خو تر دې وړاندې دغې ادارې په بېلابیلو برخو کې له افغان ورزشکارانو د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړی دی.
د یادونې ده چې افغان ورزشکاران له کمو امکاناتو سره سره په نړیوالو میدانونو کې ښه ځلیدلي چې په کور دننه او بهر یې په پراخه کچه ستاینه هم شوې ده، خو په افغانستان کې د د طالبانو حکومت له خوا د نجونو او ښځو په وړاندې د بیلابیلو نورو محدودیتونو تر څنګ د دوی پر ورزش هم بندیز، هغه مساله ده چې تل پرې نیوکه کېږي.