د ازادې مبارزې افغان لوبغاړي حسین بخش صفري پر امریکايي سیال لوبه وبایلله

حسین بخش صفري

د آزادې مبارزې افغان لوبغاړی حسین بخش صفري چې په امریکا کې مېشت دی، نن یکشنبې د امریکايي ورزشکار "میسن کارزینو هارتشون" پر وړاندې میدان ته ووت خو په لومړۍ پړاو کې یې سیالي وبایلله.

د دوی سیالي د امریکا د کلیفورنیا ایالت په "سان خوزې" ښار کې د آزادو مبارزو د مسلکي سازمان تر سیوري لاندې ترسره شوه.

صفري، چې په خپل مسلکي ریکارډ کې یې اووه بریاوې او درې ماتې شاملې دي، نن خپله څلورمه مسلکي ماته تجربه کړه او ونه توانېد چې اتم بری په خپل نوم ثبت کړي.

دا د صفري پرله‌پسې دویمه ماته ده.

هارتشون، چې له صفري څخه یې سیالي وګټله، خپل ریکارډ پنځو بریو ته لوړ کړ، په داسې حال کې چې تراوسه پورې یې یوازې یوه ماته ګړې ده.