له زمبابوې د لوبلړۍ تر ګټلو وروسته د افغان ټیم تود هرکلی

درویش رسولي د زمبابوې په وړاندې په دویمه لوبه کې

د زمبابوې پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم بریا د کرکټ مینوالو او یو شمیر سیاسي څیرو له تود هرکلی سره مخ شوې ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې کرکټ ملي لوبډلې ته د بریا د مبارکۍ تر څنګ د لا بریالیتوب هیله کړې ده.

بل پلو، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولی سرپرست نصیر احمد فایق پر خپل ټویټر افغان کرکټ ملي لوبډلې له زمبابوې څخه د لوبې د ګټلو مبارکي ورکړې ده.

افغان کرکټ ملي لوبډلې له زمبابوي څخه د شلو اورونو لوبلړۍ، د شنبې په ورځ په وروستۍ لوبه کې د دریو ویکټو په توپیر وګټله.

زمبابوې د لوبلړۍ لومړی لوبه ګټلې وه، خو دویمه او دریمه یې افغانستان وګټلې.

له دې وروسته افغان کرکټ ملي لوبډله له زمبابوې سره دوه ټسټ ۵۰ اوریزې سیالۍ هم لري.