د ایران پولیسو سندرغاړې پرستو احمدي نیولې

ایرانۍ هنرمنده، پرستو احمدي

ایرانۍ سندرغاړې پرستو احمدي او دوه همکاران یې د ایران د پولیسو له خوا نیول شوي دي. د دغې ایرانۍ سندرغاړې مدافع وکیل رسنیو سره په خبرو کې د شنبې په ورځ د (ډیمسبر۱۴مه) ویلي، اغلې احمدي د فرضي کنسرت له نندارې وروسته نیول شوی ده.

پرستو احمدي د ډیمسبر په ۱۲مه له اجباري حجاب پرته د فرضي کنسرت ننداره د خپل یوټیوب چینل له لارې په ژوندۍ بڼه خپره کړه چې په څه باندې دریو ورځو کې نژدې یو نیم میلیون کسان ولیده.
پرستو احمدي د سندرو پر مهال

د ازادي راډیو د فردا څانګې د راپور پر بنسټ، د ایران قضاییه قوې د پرستو احمدي او په دې «فرضي کنسرت» کې د نورو دخیلو کسانو پر ضد قضیه پرانیستې وه.

د پرستو احمدي د مدافع وکیل په خبره، د هغې ګیتار غږونکی سهیل فقیه نصیري او پیانو غږونکی احسان بیرقدار د شنبې په ورځ نیول شوي دي.

د پرستو احمدي مدافع وکیل وايي، د دغو دریو نیول کسانو ځای معلوم نه دی او په تمه دی چې قضايي بهیر په سمه توګه پر مخ لاړ شي.

له دې وړاندې په ایران کې هغه فعالان او سندرغاړي چې د ایران د رژیم او اجباري حجاب پر ضد یې غږ پورته کړی نیول شوي دي.

په ایران کې د ګشت ارشاد په نوم پولیس د اجباري حجاب د پلي کیدو مسولیت په غاړه لري.