د طالبانو د حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت د یوه خصوصي ساختماني شرکت سره په ننګرهار کې د کامې پر بند د پانګونې په خاطر د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک کړی دی.
د دې وزارت په خبره، د دې تفاهم لیک پر بنسټ به دا خصوصي شرکت د کامې د اوبو لګولو او برېښنا د تولید بند پر عصري کولو، پرمختګ او د اوبو لګولو پر سیستم کار پیل کړي.
د کامې پر بند د کار د پیل خبر په داسې حال کې دی، چې د طالبانو د انرژۍ او اوبو لګولو وزارت له خوا په کامه کې د میرزاخیل او ماماخیل پر دوو نورو بندونو هم کار روان دی.
په ننګرهار کې وروستیو سیلابونو خلکو ته د پراخو ځاني تاوانونو سربیره، په دې ولایت کې د ننګرهار کانال په ګډون ډیر شمیر بندونه او کانالونه ویجاړ کړي دي.