د امریکا عدلیې وزارت یو افغان د مخدره موادو د قاچاق په تور په ۳۰کاله بند محکوم کړ

SEC Social Media Hack

امریکا متحده ایالتونو یو افغان د مخدره موادو د قاچاق په تور په ۳۰ کاله زندان محکوم کړی دی. د امریکا د عدلیې وزارت د جمعې په ورځ په یوې اعلامیه کې ویلي: «۵۹ کلن حاجی عبدالستار بارکزي غوښتل د حقاني شبکې په ګټې د امریکا نیویارک ښار ته هیرویین انتقال کړي»

د دې وزارت په خبره، په داسې حال کې چې بارکزی په نیویارک کې خپلې محکمې ته په تمه و، په افغانستان کې یې کورنۍ ته ویلي، په امریکا کې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې هغه سرچینه دې تهدید او اغوا کړي چې د ده او د ده د ورور پر ضد یې شهادت ورکړی دی.

وړاندې په اعلامیه کې راغلي، په ۲۰۱۸ کال کې بارکزي د هیرویینو هغه لس کیلویي کڅوړه په امریکا کې د مخدره موادو سره د مبارزې پر یوه پټ کارکوونکي وپلورله چې ګومان یې کاوه، کولی شو امریکا ته یې انتقال کړي.

بارکزي ادعا کړې چې په افغانستان کې د هیرویین د تولید لپاره یې طالبانو ته پیسې ورکړې وې او طالبانو ورسره ژمنه کړې وه، چې د کڅوړو د انتقال په برخه کې به ورسره مرسته کوي.

بارکزی به د زندان له دورې وروسته پنځه کاله د نظارت لاندې هم وي.

له دې وړاندې بارکزی په ۲۰۱۲ کال کې د امریکا د مالیې وزارت له خوا طالبانو ته د ډالرو په انتقال هم تورن شوی و.