الو ارجون یو ورځ مخکې د پولیسو له خوا په دې تور ونیول شو چې د ده فلم د دې سبب شو چې یوه ښځه تر پښو لاندې شي.
کیسه داسې وه چې د ډسمبر په څلورمه چې کله په حیدراباد کې د ارجون یو فلم په سینما کې ښکاریده، په خپله یو څلویښت کلن ارجون ناببره سینما ته ورننوت، د ده مینه وال پرې راغونډ شول، د سینما مرکزي دروازه ونړیده چې له امله یې ټیل ماټیل شو او یوه پنځه دیرش کلنه ښځه تر پښو لاندې شوه، ساه یې ورکړه، د دې ښځې اته کلن زوی سخت ټپي شو.
ارجون وروسته تر دې پولیسو ونیو چې د دې ښځې میړه شکایت وکړ چې ده پولیس وار له مخه نه و خبر کړي او له خپلو ساتونکو سره ناببره د فلم لیدو ته ورغلی و چې له امله یې ډير خلک راغونډ شول.
پولیسو دا لوبغاړی، د ده ساتونکي او د سینما اداري کارکوونکي په غیرعمدي قتل تورن کړې دي.
پولیسو د سینما څښتن او د هغه دوه کارکوونکي د دې قضیې په تړاو نیولې دي.
یوې سیمه ییزې محکمې د جمعې په ورځ امر وکړ چې ارجون دې څوارلس ورځې په توقیف کې وي، خو څو ساعته وروسته د حیدراباد د ټیلانګانه لوی څارنوالي د هغه ضمانت منظور کړ.
د زندان مسوولینو د جمعې تر ماښامه د هغه ضمانت خط نه و ترلاسه کړی نو ارجون شپه په بند کې تیره کړه.
ارجون د دې وژل شوې میرمنې له کورنۍ سره د نهه ویشت زره ډالرو په ارزښت د مالي مرستې اعلان وکړ او د دې میرمنې د ټپي شوي زوی د درملنې لګښت یې په غاړه واخیست.
د محکمې مخې ته ارجون رسنیو ته وویل چې دا پيښه یو مخ تصادفي وه او دی به هر ډول هڅې وکړي چې د دې ښځې د کورنۍ ملاتړ وکړي.