د افغانستان او د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېیمه شل اووره مسابقه، چې برخلیک ټاکونکې ګڼل کېږي، د باران له کبله وځنډېده، خو بیا پیل شوه.
د لوبې پچه یا ټاس افغانستان وګاټه او د باولینګ کولو پرېکړه یې وکړه. زیمبابوې په لومړیو درېیو توپونو ۶ منډې وکړې. تر اوسه دواړه ټیمونه مساوي دي او نننۍ لوبه که هر ټیم وګټله د شلو اوورونو د دې لړۍ ګټونکی کېږي.
کوربه زیمبابوې د لوبو په دې لړۍ کې له افغانستان سره درې یو ورځنۍ او دوې ټسټ لوبې هم په پام کې لري. لومړۍ پنځوس اووره مسابقه به د سې شنبې په ورځ دویمه د پنج شنبې په ورځ او درېیمه به د راروانې شنبې په ورځ وشي.
د دواړو هېوادونو لومړۍ ټیسټ لوبه به د مرغومي یا جدي پر شپږمه او دویمه هغه د مرغومي پر ۱۳مه وشي.