د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزیر چو تای یول وايي، له متحدو ایالتونو سره د شراکت پر اساس به د دغه هېواد بهرنۍ پالیسي پر خپل حال پاتې وي.
د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د دوی لوړ رتبه ډیپلوماتان د متحدو ایالتونو، جاپان او چین له سفیرانو سره وکتل څو د ولسمشر تر استیضاح وروسته د ایجادېدونکي وضعیت په باب توضیحات ورکړي.
دا څرګندونې داسې وخت شوي، چې تر دې څو ساعته مخکې د جنوبي کوریا د ولسمشر یون سوک یول د استیضاح لپاره په پارلمان کې رایه واخیستل شوه.د پارلمان له دریو دوه برخې غړو د اپوزیسیون د لوی ګوند له خوا وړاندې شوې لایحې ته چې له مخې یې ولسمشر یون سوک یول استیضاح کېږي رایه ورکړه.
دا په داسې حال کې ده چې نن یوځل بیا زرګونه کسان د ولسمشر خلاف د جنوبي کوریا په پلازمېنه سیول کې لارو سړکونو ته راووتل.
تېره اونۍ د ولسمشر د استیضاح لپاره دغه ډول هڅه وروسته له هغه له ناکامۍ سره مخامخ شوه چې د ولسمشر تر مشرۍ لاندې ګوند دا پروسه بایکاټ کړه، خو نن د پارلمان د ۳۰۰ غړو له جملې ۲۰۴ د ولسمشر د استیضاح د پروسې د پیل لپاره د دې لایحې په پلوي رایې ورکړې.
د جنوبي کوریا زرګونو وګړي تېره اونۍ هم وروسته له هغې د پلازمېنې سیول سړکونو ته راووتل چې ولسمشر د لنډمهاله پوځي حالت په اعلان سره سرتېري او څرخي الوتکې پارلمان ته ولېږل. اعتراض کوونکو د ولسمشر د استعفا او زنداني کولو غوښتنه کوله.