د ملګروملتونو استازي د سوریې د سیاسي ادارو د خوندیتوب غوښتنه وکړه

د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړی استازی ګییر پیډرسن

د ملګرو ملتونو یوه استازي نن له بهرنیو قدرتونو غوښتنه وکړه، چې د سوریې د اساسي ادارو د ړنګېدو د مخنیوي لپاره کار وکړي. دا غوښتنه وروسته له هغې مطرح کېږي، چې تېره یکشنبې د بشارالاسد حکومت ړنګ او د سوریې د حکومت وسله والو مخالفانو پر قدرت ولکه ټینګه کړه.

د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي ګییر پیدرسن Geir Pedersen په عین حال کې په سوریه کې د داسې یوې باوري او ټولګډونه سیاسي پروسې ملاتړ وکړ، چې له مخې یې په سوریه کې نوی حکومت جوړ شي. پیدرسن ویلي "موږ غواړو دا خبره یقیني کړو، چې د سوریې دولتي ادارې نه ړنګېږي او خلکو ته د امکان تر حده ژر بشري مرستې رسول کېږي."

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د اردن د سره سمندرګي په ساحلي ښار العقبه کې نن (د لیندۍ ۲۴مه) د عرب هېوادونو، ترکیې، اروپايي ټولنې او د امریکا د متحدو ایالتونو ډیپلوماټان د سوریې پر وضعیت خبرې وکړي.