په ننګرهار کې ټرافیکي پېښې مرګ ژوبلې اړولې

تصویر له آرشیف څخه

د افغانستان کورنیو رسنیو نن شنبه راپور ورکړی، چې په ننګرهار کې د یوې ټرافیکي پېښې له کبله یو تن مړ او د یوې ښځې په ګډون ۶ تنه نور ژوبل شوي دي.

په راپورونو کې ویل شوي، چې په بهسودو ولسوالۍ کې د یوه کرولا ډوله او ټوډي موټر د ټکر په نتیجه کې دغه مرګ ژوبله اوښتې ده. د ځینو ټپیانو روغتیايي وضعیت خراب ښوول شوی دی.

د دې ټرافیکي پېښې د علت په اړه څه نه دي ویل شوي. د سړکونو خرابوالی، د ټرافیکو اصولو نه رعایت او د موټر چلوونکو بې‌باکي په افغانستان کې د زیاتو ټرافیکو پېښو اصلي علتونه ګڼل کېږي.