د هېواد د هواپېژندنې ریاست نن (د لیندۍ ۲۴مه) د سالنګونو په ګډون د افغانستان په شمال ختیځو، شمال لوېدیځو، لوېدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د تېزو بادونو، دوړو او خارو د پېښېدو اټکل کړی دی.
د طالبانو د حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د هواپېژندنې ریاست تېره شپه په یوه خبرداري کې ویلي، چې په بېلابېلو سیمو کې به د بادونو سرعت په ساعت کې له ۵۰ تر ۹۵ کیلومترو پورې وي.
د روان کال په چنګاښ/ سرطان میاشت کې د ننګرهار په ګډون د افغانستان څو ولایتونه د سختو بادونو، بارانونو او سېلابونو شاهد وو چې د طالبانو د حکومت د شمېرو له مخې ۵۲ تنه یې مړه کړي وو. افغانستان د اقلیمي بدلونونو له کبله د لسو زیانګالو هېوادونو له ډلې دی.