اروپايي ټولنه له سوریې سره ډیپلوماتیک اړيکي ټینګوي

Europian Union Logo

د اروپايي ټولنې یوه چارواکي ویلي، دغه ټولنه به ډېر ژر د سوریې له نویو واکمنانو سره ډیپلوماتیک تماسونه ایجاد کړي.

د سوریې د نوي حکومت مشري د هیئت تحریر شام په نوم یوه افراطي ډله کوي. دغه اروپايي چارواکي چې د نوم نه ښوولو په شرط خبرې کولې، پرون (د لیندۍ ۲۳مه) ویلي: هغه څه چې دا مهال ورباندې غور کوو دا دي، چې د سوریې له نویو واکمنانو سره تماسونه ایجاد او د خپلو توقعاتو په اړه پیغامونه ورولېږو. هغه ویلي، چې دغه تماسونه به یوازې په کاري ساحه کې وي او هیله ده ژر ټینګ شي.

د اروپايي ټولنې دغه چارواکي ویلي په هغو غوښتنو کې چې دغه ټولنه یې لري یوه په سوریه کې د اقلیتونو خوندیتوب او یوه ټولګډونه سیاسي انتقال ته د زمینې برابرول او د ټروریزم په وړاندې مبارزه ده. د هیئت تحریر شام ډلې په مشرۍ افراطي وسله والو تېره یکشنبه دمشق ونیوه او د بشارالاسد رژیم یې نسکور کړ. دوی د سې شنبې په ورځ محمد البشیر د سوریې د لنډمهاله حکومت د مشر په توګه وټاکه.