د حماس تر ولکې لاندې د غزې د روغتیا وزارت پرون (دلیندۍ ۲۳مه) اعلان وکړ، چې د غزې په تړانګه کې د حماس او اسرائیل ترمنځ په څه باندې ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴زره ۸۷۵ ته ورسېد.
متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه تندلارې ډله حماس، یو تروریستي سازمان ګڼي. په دغو شمېرو کې د مخکنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۴۰ وژل شوي کسان هم شامل دي. د غزې روغتیا وزارت وايي د ټپیانو شمېر ۱۰۶زره ۴۵۴ ته رسېدلی دی.
په غزه کې دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکتوبر پر اوومه پر اسرائیل په حملې سره ۱۲۰۰ کسان ووژل او شا و خوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.