له ایران او پاکستانه له سلو زیاتې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې دي

تصویر له آرشیف څخه

له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د ۱۰۲ کورنیو د ستنېدو خبر ورکړل شوی دی.

باختر خبري اژانس چې د طالبانو په کنټرول کې دی، نن خبر ورکړ، چې «پرون د تورخم له لارې ۱۲ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې۲۱، د نيمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۳ او د هرات د اسلام کلا له لارې ۴۶ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.»

په دغه خبر کې نه دي ویل شوي، چې دا کورنۍ په خپله خوښه، که په جبري ډول افغانستان ته ایستل شوي دي. پاکستان د ۲۰۲۳م کال د نوامبر له لومړۍ نېټې څخه د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج پیل کړی، ورسره له ایران او نورو هېوادونو هم د افغان کډوالو د ایستلو بهیر روان دی.