لویدیځ او د منځني ختیځ هېوادونه د سوریې د وضعیت په اړه بحث کوي

په حلب کې خلک د بشاراسد د رژیم د پرځېدو هرکلی کوي

اردن به نن شنبې د سوریې په اړه په لوړه کچه د امریکا، اروپایي اتحادیې، ترکیې او عربي ډیپلوماټانو د یوې غونډې کوربه وي.

دا غونډه یوه ورځ وروسته له هغې جوړیږي چې د دمشق په ګډون په ټوله سوریه کې خلکو له قدرت څخه د بشار اسد د کورنۍ لیرې کیدل په اورلوبو او جشنونو سره ولمانځل اودا ورځ یې “د بریا جمعه” وبلله. د اسد د قبیلې له نیمې پیړۍ ډېره مستبده واکمنۍ د تیرې یکشنبې په ورځ ناڅاپه هله ړنګه شوه چې یاغیانو په ټول هیواد کې د چټک پرمختګ په ترڅ کې پلازمینه دمشق هم ونیوه.

د امریکا او ترکیې په ګډون د سیمې یوشمیرهیوادونو ډیپلوماتیکې هڅې تیزې کړي ترڅو په سوریه کې د قدرت انتقالي بهیر په سوله ییز ډول ترسره او یو غیرفرقه یي، ټولګډونه حکومت رامنځ ته شي. د نړۍ د اوو پرمختللو هیوادونو یا جي اوه ډلې مشرانو هم پرون (د لیندۍ ۲۳مه) په یوه مجازي غونډه کې د سوریې پر روان وضعیت خبرې وکړې او هیله یې څرګنده کړه چې د قدرت لیږد به د یوه ټولګډونه سوله ییز او منظم بهیرله لارې ترسره شي.