افغانستان د زمبابوې پر وړاندې لوبې کې د توپوهنې پرېکړه کړې ده.
ټاکل شوې ده چې په څو شېبو کې د افغانستان او زمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه شل اوریزه سیالي د زمبابوې په پلازمینې هرارې کې پیل شي.
د دې سیالۍ پچه افغان لوبډلمشر راشدخان وګټله او د توپوهنې پرېکړه یې وکړه.
دا د روانې لوبلړۍ دویمه سیالي ده، په لومړۍ لوبه کې د ۴ ویکټو په تفاوت زمبابوې افغانستان ته ماتې ورکړې وه.
په ننۍ سیالۍ کې د افغانستان په یولس کسیز ترکیب کې درې تغیرات راغلي چې د حضرت ځاځي، کریم جنت او اسحاق رحیمي پر ځای ګلبدین نایب، دروېش رسولي او ذبید اکبري ته چانس ورکړل شوی دی.
دا د ذبید اکبري لومړنۍ نړیواله شل اوریزه سیالي ده چې د افغانستان ملي لوبډلې استازولي کوي.
د ویلو ده چې دواړه لوبډلې به درېیمه شل اوریزه سیالي سبا شنبه د ډسمبر په ۱۴مه نېټه ترسره کړي.