محمد نبي۳۰۰ مه نړیواله کرکټ لوبه وکړه

Mohammad Nabi Afghan Cricket team member

محمد نبي وايي چې په دومره نړیوالو سیالیو کې په ګډون ویاړي.

د افغانستان د کرکټ نوموتي لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل د چهارشنبهې په ورځ، د لیندۍ ۲۱)، د زیمبایوې پر وړاندې له لوبې وروسته لومړنی افغان لوبغاړی شو چې په کرکټ کې یې د نړیوالو سیالیو شمېر ۳۰۰ مته ورسیده.

محمد نبي د افغانستان له کرکټ بورډ سره په مرکه کې وویل چې که څه هم د زیمبابوې په وړاندې لوبه کې میې ټیم ماته وخوړه، خو په مجموع کې ده چې د افغانستان لپاره کومې لوبې کړي ډیرې یې د افغانستان په ګټه پای ته رسیدلې دي.

نوموړې زیاته کړې چې په دې شمېر نړیوالو لوبو کې ګډون ورته د ویاړ وړ خبره ده .

نبي له ۲۰۰۹ کال راهیسې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړی دی او د نړۍ په سترو سیالیو کې د افغانستان پد کرکټ د ملي لوبډلې لپاره لوبیدلی دی.

تېره ورځ ـچهارشنبه) د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د زیمبابوې په پلازمینه هرارې کې د دې هېواد پر وړاندې خپله لومړۍ شل اوریزه لوبه ترسره کړه، چې د زیمبابوې لوبډلې په وروستي توپ افغان لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ به دویمه سیالي سبا (جمعه د لیندۍ په ۲۳مه) د مازدیګر په ۴:۰۰ بجو ترسره شي او وروستۍ شل اوریزه لوبه به د راتلونکې شنبې په ورځ د لیندۍ په ۲۴مه ترسره شي.

له دې وروسته به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له زیمبابوې سره درې پنځوس اوریزې لوبې ترسره کړي او له هغې وروسته به دوه ټیسټ لوبې هم په ګډه وکړي.