د بشري حقونو د څار سازمان: افغان هنرمندانې د طالبانو د محدودیتونو په ضد هنري اعتراضونه کوي

د هنرمندې شمسیه حسني ګرافیټي- (له ویډیو اخیستل شوی انځور)

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغانستان کې ښځینه انځورګرانې د هنر او سمبولونو له لارې د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې د ښځو مقاومت پیاوړی کوي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو په وړاندې ظلمونه ننګوي او انځوروي یې.

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغانستان کې ښځینه انځورګرانې د هنر او سمبولونو له لارې د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې د ښځو مقاومت پیاوړی کوي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو او نجونو په وړاندې ظلمونه ننګوي او انځوروي یې.

دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ په یو راپور کې ویلي، دوی د طالبانو د بندیزونو په وړاندې د ښځو د اعتراضونو په پرمخ بیولو کې مهم رول لوبوي او د هغوی ګډون او هنر باید په رسمیت وپیژندل شي.

د بشري حقونو د څار سازمان ددې سازمان د يوې څيړونکې سحر فطرت په له قوله وايي "د مقاومت غورځنګ د هغو کسانو له خوا جوړ، پياوړی او ساتل کيږي چې په بيلابيلو ظرفیتونو ترې ملاتړ کوي. "

په دوام کې راغلي، چې ښځينه هنرمندانې هم د لاريون کوونکو ښځو په څېر چې د "ډوډۍ، کار، ازادۍ" په شعار ورکولو سره يې لاريونونه کړي، د دغه ولسي غورځنګ په جوړولو کې رول لوبوي.

معترضې انځور ګرې

یو شمیر هغه افغان ښځې چې د هنر له لارې یې د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې په اعتراضونو کې برخه اخیستې هم وايي، د خپل هنر په کارولو سره خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

ما په خپل هنر د طالبانو د هر قانون پر وړاندې مبارزه کړې، د ښځو کړاوونه او دردونه مې انځور کړي
یو افغانه انځورګره

د کابل ښار یوې اوسیدونکې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته یې وویل"ما په خپل هنر د طالبانو د هر قانون پر وړاندې مبارزه کړې، د ښځو کړاوونه او دردونه مې انځور کړي، که هغه اجباري ودونه وي او که نور قوانین، په تېره بیا د دوی وروستی قانون او د طبي انسټیټیونو تړل"

د کابل ښار یوه بله اوسیدونکې بهار چې له زده کړو بې برخې شوې وايي چې د رسامي هنر په کارولو سره د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې خپل اعتراض څرګندوي هغه وايي " په افغانستان کې د حکومت له بدلون او د نجونو لپاره د ښوونځیو له تړلو وروسته زما هنر یوازې ماته یوه سرګرمي نه وه بلکې اوس زه د خپلو نقاشیو او انځورونو څخه د نجونو د ستونزو او د هغوی د غږ د پورته کولو لپاره کار اخلم".

بهار هېله لري چې د هنر په مټ به واتوانیږي د افغان نجونو په وضیعت کې مثبت بدلون راولي.

د طالبانو حکومت "د اسلامي شريعت په چوکاټ کې" د افغان ښځو او نجونو د حقونو د تامينولو ادعا کوي، خو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې له بیا واکمنیدو وروسته یې په بېلابېلو برخو کې د ښځو پر کار او زده کړو زیات محدودیتونه لګولي.

ددې محدویتونو په وړاندې یو شمېر افغان میرمنو له هماغه پیل راهېسې په اعتراضونو لاس پورې کړی چې لا هم په بېلابیلو بڼو دوام لري.

خو طالبانو ددې اعتراضونو ډیرې ګډونوالې ښځې نیولي او ځینې یې په میاشتو، میاشتو زنداني کړي دي.

وروسته معترضو ښځو د احتمالي خطرونو په منلو سره د خپلو اعتراضونو طریقه بدله کړه او هڅه یې وکړه چې په مختلفو لارو لکه په دېوالونو باندې د شعارونو د لیکلو، په ناڅرګندو پوښل شویو ځایونو کې د اعتراضونو، انځورونو او په ټولنیزو شبکو کې د کمپاینونو د چلولو له لارې د طالبانو د محدودیتونو پر وړاندې ودریږي او تر نورو افغانانو او نړیوالو خپل غږ ورسوي.

Your browser doesn’t support HTML5

له تېرو درې کلونو راهيسې يوې مېرمنې کابل کې يو خوړن‌ځای جوړ کړی