طالبان: د انسان د بدن غړو پلور او ترې ګټه اخیستل منعه دي

طالبانو د امربالمعروف د قانون پر بنسټ په ټول افغانستان کې د انسان د بدن پر پلور او ګټې اخیستې بندیز لګولی، خو دیني عالمان وايي، د انسان د ژوند ژغورنې لپاره د بدن د غړو پیوند په اسلام کې روا دی.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نوم قانون کې په ټول افغانستان کې د انسان د بدن د غړو «په پلور او ګټې اخیستنې» بندیز لګولی، خو ځینې ناروغان، ډاکتران او دیني عالمان یې په وړیا توګه د یو انسان د ژوند ژغورلو لپاره مهم او بشري کړنه بولي.

د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت پرون سه شنبه ناوخته (د ډیسمبر ۱۰مه) پر خپلې ایکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو ویلي، د دوی د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د ۱۸ مې مادې له مخې په ټول افغانستان کې د انسان د بدن د غړو پر «پلور، ګټې اخیستنې او سوداګرۍ» بندیز لګېدلی دی.

په خبرپاڼه کې د یاد قانون په ۱۸مه ماده کې راغلي، د انسان د بدن د غړو لکه پښتورګو( ګردو) ینې (ځګر) سترګو او وښتانو خرڅول او استعمالول منع دي او د دوی محتسبین د دې بندیز په پلي کولو مکلف شوي دي.

د طالبانو د حکومت دغه وزارت په دې اړه خبرپاڼه کې د قران کریم د متعددو ایاتونو او احادیثو په مطرح کولو د دې اقدام هدف د انساني کرامت او عزت ساتل ښوودلي دي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهي عن‌‌‌المنکر په نوم قانون چې یوه مقدمه، ۴ فصله او ۳۵ مادې لري مشر یې ملا هبت‌‌الله اخندزاده د روان کال په اګسټ میاشت کې توشیح کړ.

خو په هېواد دننه ځینې ناروغان او د هغوی خپلوان وایي، د پښتورګو پیوند ته یې اړتیا ده.

د پروان ولایت یوې اوسېدونکې چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، دواړه پښتورګي تیګې لري او د لمنځه تلو په حال کې دي.

دا وایي ډاکترانو ورته ویلي، باید د پښتورګي پیوند ترسره کړي.

"زما دواړه پښتورګي تیګې لري په یوه کې ۱۰ میلي بله کې یې ۶میلي ده، د صفرا کیسه کې مې هم تیګي دي، ډاکترانو ویلي چې له عملیات(پیوند) پرته په هېڅ ډول درملو نه ښه کېږې، زه خپله له مصیبت سره مخ یم، نو موږ به څه کوو؟"

د هرات ولایت یو اسېدونکي چې ده هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادی راډیو ته یې وویل، د ترور د زوی دواړه پښتورګې یې له منځه تللي او اوس په بد وضعیت کې په روغتون کې بستري دی.

"د ده هلک دواړه پښتورګي ختم دي، د هرات ولایت په روغتون کې دی،موږ او کلیوالو مو ورته پیسې راټولې کړې چې پښتورګي ورته ولګوي، خو حکومت اجازه ورنه کړه چې نور پښتورګی ورته پیوند کړي، تر اوسه روغتون کې پروت دی."

که څه هم د طالبانو حکومت د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په خپله خبرپاڼه کې د انسان د بدن غړو د پیوند په اړه وضاحت نه دی ورکړی، او نه یې ویاند سیف الاسلام خیبر او د دوی د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد زموږ پوښتنې ځواب کړې، خو په دې اړه خبرپاڼه کې پر «ګټې اخیستنې» هم بندیز لګېدلی دی.

خو ځینې دیني عالمان او جراح ډاکتران د انسان د بدن د غړو پیوند انساني او د ژوند ژغورنې لپاره حیاتي بولي.

افغان متخصص جراح، د کابل طبي پوهنتون پخوانی استاد او د جرمني د جراحانو ټولنې «لیونارد شوایبرر» جایزې ګټونکي بسم الله شیوامل ازادي راډیو ته وویل:

"په نړۍ کې د دیالیز پورتېبل ماشینونه شته چې د پښتورګې پر ځای کار کولای شي خو دا یوازې د پښتورګو لپاره دي او خورا قیمته دي او ناروغانو ته سخته ده چې هغه وپېري، زما په اند د بدن د غړو پیوند د انسان د ژوند ژغورنې مهمه لاره ده، د بدن د غړو دا پیوند په ټولو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې ترسره کېږي، خو زه د بدن د غړو له خرڅلاو سره موافق نه یم چې بیا بل انسان ته پیوند شي، ځکه دا غیرانساني کار دی، خو دا چې یو څوک مغزي مرګ سره مخ وي خپل د بدن غړي بل چا ته ورکړي."

د یادونې ده، په نورو هیوادونو کې یو شمیر هغه کسان چې پوهېږي له مرګوني ناروغیو سره مخ دي، په خپله خوښه او له پیسو پرته د انساني همدردۍ له مخې خپل د بدن یو شمیر فعال غړي هغوی ته چې ورته اړتیا لري بښي.

دیني عالم مولانا عبدالصبور عباسي بیا د بدن د غړو د پیوند په اړه وایي:

"که څه هم د بدن د غړو د پیوند په اړه د علماوو تر منځ بېلابېل نظرونه دي، خو اوس په نړۍ کې د انساني اړتیاوو له مخې داسې فتوا شته چې د بدن د غړو خرڅول ناروا دي خو که کوم څوک یو خپلوان یا بل انسان ته د رضایت او مرستې په توګې په وړیا ډول خپل د بدن غړی ورکوي دې کې هرج نشته، د دې شرایط هم د معاصرو علماو تر منځ دا دي چې اهدا کوونکی کس باید بالغ او هوښیار وي، او ترلاسه کوونکي انسان ته یې ګټه حتميوي."

د طالبانو د حکومت دا بندیز داسې مهال ده چې تر دې وړاندې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو د شدیدې بې وزلۍ او اقتصادي ستونزو له امله د انسانانو د بدن د غړو په ځانګړې توګه د پښتورګو د پلور او پېر راپورونه زیات خپاره شوي.

د راپورونو له مخې، دغه خلک د کورنیو د نفقې او ژوند ژغورنې لپاره د پښتورګو پلورلو ته اړ شوي وه.