د طالبانو د حکومت د کډوالو او بیرته راستیندونکو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمان حقاني په کابل کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. د راپورونو له مخې په دغه چادونه کې چې د وزارت په انګړکې شوې، څوتنه نورهم وژل شوې دي. د طالبانو حکومت د نوموړي وژنه د " خوارجو " هغه کلمه چې دوی یې د داعش د خراسان څانګې ته کاروي، کار بللی دی.
افغان خبریال او شنونکی سمیع یوسفزی چې د طالبانو اړوند پرمختګونه له نږدې څاري په دې اړه له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې د طالبانو په لیکو کې د خلیل الرحمن حقاني ځای او پر حالاتو د نوموړي د وژل کیدو په اغیزو غږیدلی دی. له نوموړې سره دا مرکه نوریاس نوري کړې ده. دلته یې اوریدلی شئ.
Your browser doesn’t support HTML5