طالب استازي د فرانسې له ډيپلومات سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي

د طالبانو د دوحې د دفتر مشر سهیل شاهین

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین وایي، د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر ژان مارین شو سره یې د افغانستان پر وضعیت او هلته د نادولتي سازمونو پر فعالیت خبرې کړي دي.

شاهین پرون سه شنبه ناوخته پر خپله ایکس پاڼه/پخواني ټویټر لیکلي چې دوی په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو پر وضعیت او د کابل هوایي ډګر پر تخنیکي اړتیاوو هم خبرې کړې دي.

فرانسه د هغو لویدیځو هېوادونو له ډلې ده چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له بیاواکمنۍ وروسته یې کابل کې خپل سفارت تړلی دی.

د شاهین او مارین شو دغه لیده کاته په دوحه کې شوي دي.

فرانسه او ګڼ نور لویدیځ هېوادونه له افغانستان سره غیر رسمي تعامل لري، خو تراوسه هیڅ یوه هېواد هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.