بېګا دیارلسمه پرله پسې شپه وه چې په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب پلوي معترضانو د پلازمېنې تبلیسي په واټونو کې تېره کړه.
شاوخوا ۴ زره کسان چې ډېرو یې د اروپايي ټولنې او ګرجستان بیرغونه رپول د حکومت د هغې پرېکړې پر وړاندې د غبرګون لپاره د پارلمان د وانۍ مخې ته راټول شول چې غواړي لږترلږه تر ۲۰۲۸ کال پورې په اروپايي ټولنه کې د ګرجستان د غړیتوب د غوښتنې اړوند خبرې وځنډوي.
په همدې حال کې اروپايي ټولنې، د ګرجستان د هیلو د ګوند په مشرۍ حکومت ته له ډیموکراسۍ د په شا کېدو او د مخالفانو پرضد د ځپونکو تاکتیکونو د کارولو د عواقبو خبرداری ورکړی.
اروپايي ټولنې پرون په یوه بیان کې وویل، د حکومت دا اقدامات د دوه اړخیزو اړیکو لپاره ناوړه عواقب لرلای شي. د اروپايي ټولنې د بهرنیوچارو وزیرانو ویلي چې د ډسمبر په ۱۶مه به په خپله غونډه کې د ګرجستاني چارواکو پروړاندې د اقداماتو په اړه بحث وکړي.