د سوریې نوي صدراعظم چې د بشاراسد د رژیم له پرځېدو وروسته به د انتقالي دورې مشري کوي ویلي دي چې د دې هېواد د ثبات او آرامۍ وخت رارسېدلی دی.
پر دمشق واکمنو وسله والو ډلو محمدالبشیر د انتقالي حکومت د صدراعظم په توګه ټاکلی دی څو د ۲۰۲۵ کال د فبروري میاشتې ترپایه سوریه اداره کړي.
ښاغلي بشیر د صدراعظم په توګه له ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړنۍ مرکه کې الجزیرې ټلویزیون ته وویل، هغه وخت رارسېدلی دی چې د سوریې خلک په ثبات او امنیت کې ژوند وکړي.
تېره یکشنبې دمشق ته د هیات تحریر شام په مشرۍ د وسله والو ډلو له رسېدو او مسکو ته د بشارالاسد له تېښتې وروسته په سوریه کې د اسد د کورنۍ له نېمې پېړۍ ډېره واکمني پای ته ورسېده.