د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې وايي چې د افغانستان د بحران د حل په برخه کې باید د بشري حقونو د مرکزیت مسئلې ته پاملرنه وشي.
رینا امیري پرون پر خپله ایکس پاڼه د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې ویلي چې د افغان ښځو او نجونو لپاره د طالبانو د جنسیتي شکنجې او د اقلیتونو، مذهبي ډلو، خبریالانو او د بشري حقونو له فعالانو سره د ناوړه چلند پالیسیو د افغان ولس کړاوونه زیات کړي او د سوله ایز او باثباته افغانستان لرلید زیانمن کړی دی.
د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې استازولۍ هم په یوه بیان کې د ټولو افغانانو د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د نجونو او ښځو د تعلیم او کار د حق پر ملاتړ ټینګار کړی. همداراز د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې کرن ډیکر پر خپله ایکس پاڼه په یوه ویډیویي پیغام کې پوښتنه کړې ده چې طالبان د افغانانو بشري حقونو ته د درناوي غوښتنې ولې له پامه غورځوي.
پرون د ډسمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ وه. زموږ حقونه، زموږ راتلونکې همدا اوس سږکال د دې ورځې شعار و.