میرمن ډیکر د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په مناسبت نن سه شنبه ( د لیندۍ شلمه) پر خپله ایکس پاڼه یا پخواني ټویټر لیکلي چې ښوونه او روزنه د روغتیا او هوساینې لومړنی شرط دی او ټول افغانان ، ښځې او نرینه یې مستحق دي.
هغې زیاته کړې چې د افغانستان خلک د دې وړ دي چې باعزته ژوند ولري.
هغې طالبانو څخه پوښتنه کړې چې ولې د خلکو غوښتنو باندې غوږ نه ږروي.
نن د د سمبر لسمه د بشري حقونو نړیواله ورځ ده. دغه ورځ سږ کال " زمونږ حقونه، زمونږ راتلونکې" په شعار سره لمانځل کیږي.
دغه ورځ داسې مهال را رسیږي چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د خپلې واکمنۍ په څه باندې درې کلونو کې د بشري حقونو په نقض تورن شوي دي.
طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونې له ښونځیو راګرځولي او د هغوی پوهنتونونه یې هم ورتړلي دي. هغوی تېره اونۍ د نجونو د روغتیایي زده کړو موسسې هم بندې کړې.