د اروپا د فضايي تحقیقاتو یوه شرکت مایا سپېس Maiaspace هڅې ګړندۍ کړي څو هغه ډول راکټ جوړ کړي چې بیا بیا کار ترې اخیستل کېدی شي.
د مایا سپېس څېړونکو د فرانسې د نورماندي سیمې د ویرنون Vernon ښار په غرنيو ځنګلونو کې یو فولادي سلندر د هغه لوی راکټ له ځانګړو برخو سره ونښلاوه چې د بیا کارولو وړتیا به ولري.
اروپا هیله لري چې د دوی دا پروژه به د امریکايي میلیاردر ایلان ماسک د ناڅاپي پرمختګ مخه ونیسي. مایا سپېس د اروپا د راکټ جوړولو د لوی شرکت اریان ګروپ یوه څانګه ده چې یوازې دوه کاله عمر لري او اوس هغه پړاو ته رسېدلې ده چې د اروپا د لومړني بیا کارېدونکي فضايي راکټ د جوړولو پلان لري.
دا راکټ چې په ۲۰۲۶ کال کې به وتوغول شي تر ډېره فضا ته د وړو سپوږمکیو د استولو لپاره پلان شوی دی.