ډبيلو‌ايچ‌او: اکتوبر کې تر ۱۳۴زره ډېرو افغانانو په روغتيايي مرکزونو کې طبي مشورې ترلاسه کړي

افغانستان کې يو روغتون

د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان د بېړني روغتیایي وضعیت په اړه د اکتوبر میاشتې راپور خپور کړ.

په‌دې راپور کې ویل شوي چې، د اکتوبر په میاشت کې په افغانستان کې تر ۱۳۴ زره زیاتو کسانو په ۱۱۷ روغتیایي مرکزونو او روغتونونو کې، چې د دې سازمان تر ملاتړ لاندې دي، طبي مشورې ترلاسه کړي دي.

راپور زیاتوي چې شدید اوبلن نس‌ناستی، د بدن د اوبو کمېدا، د ډینګې تبه، شری او کوویډ-۱۹ د اکتوبر په میاشت کې عامې ناروغۍ وې.

د روغتیا نړیوال سازمان همداراز وايي چې، د نشه‌يي توکو د درملنې له ۱۲ مرکزونو سره یې په افغانستان کې مرسته کړې ده.