توماس نيکلاسن: افغانستان کې مو د ميليونونه يورو په ارزښت پروژو د تطبيق چارې روانې دي

د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن

که‌څه هم د طالبانو حکومت د اروپایي اتحادیې د پروژو د تطبیق په څرنګوالي نیوکه کړې، خو دغه اتحادیه وایي چې، په افغانستان کې یې له خلکو سره د مرستې لپاره د لسګونو میلیونو یورو په ارزښت پروژې روانې دي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر دولتي خبري اژانس د دوشنبې په ورځ راپور ورکړ چې، د کرنې وزارت معین مولوي صدراعظم عثماني د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې له ځانګړي استازي توماس نیکلاسن سره په کتنه کې د ځینو پروژو د لوړو اداري لګښتونو په اړه نیوکه وکړه.

مولوي صدراعظم عثماني ويلي: "هغه پیسې چې د افغانستان خلکو ته ځانګړې کېږي، له بده‌مرغه زیاتره د پروژو له لارې په اداري لګښتونو مصرفیږي."

خو ښاغلي نیکولاسن په ځواب کې ویلي چې، اروپایي اتحادیه په اوسني وخت کې په افغانستان کې د ۴۴ میلیون یورو په ارزښت پروژې لري، چې له هغې به تقریباً یو میلیون خلک ګټه پورته کړي.