د طالبانو یوې مخالفې ډلې، د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ادعا وکړه، چې په فاریاب ولایت کې د دوی په برید کې د طالبانو یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دې جبهې لهخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه برید تېره شپه د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د طالبانو پر ګزمه شوی دی.
طالبانو تر اوسه د دې ادعا په اړه څه نهدي ویلي.
د ازادې اروپا / ازادي راډیو په خپلواکه توګه دا ادعا تاییدولی نهشي.