اسلام‌اباد کې د طالبانو سفير له اسحاق ډار سره د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې کړي

اسحاق ډار

په اسلام‌اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د سفارت سرپرست سردار احمد شکېب د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم له مرستیال محمد اسحاق ډار سره د دواړو لوریو د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن دوشنبه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې دواړو لوریو د پاکستان او افغانستان پر ژورو اړیکو خبرې وکړې او پرېکړه یې وکړه، دا اړیکې لا پیاوړې کړي.

وړاندې لیکل شوي، چې په‌‌دې کتنه کې د افغانستان لپاره د پاکستان نوي ګمارل شوي استازي محمد صادق هم برخه درلوده.

صادق تېره اوونۍ یو وار بیا د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو.

د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی په وږي/ سنبلې میاشت کې له دندې لیرې کړای شو.

پاکستان د ګوتو په شمېر هېوادونو له ډلې دی، چې د طالبانو ډیپلوماتان یې منلي او په کابل کې یې سفارت فعال دی، خو پاکستاني چارواکو په وروستیو کې په وار وار ادعا کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان جګړه‌مار د افغانستان په خاوره کې حضور لري او د طالبانو حکومت یې په وړاندې اقدام نه‌کوي.

خو پر افغانستان واکمنو طالبانو د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو د حضور موضوع رد کړې او ویلي دي، چې هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان له خاورو د نورو هېوادونو پر خلاف کار واخلي.