د کرملين وياند: پوتين په شخصي ډول بشارالاسد ته سياسي پناه ورکړې

بشارالاسد

د کرملین ویاند وايي، د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین په شخصي ډول د سوریې ولسمشر بشارالاسد ته سیاسي پناه ورکړې ده.

دمتري پسکوف نن په مسکو کې خبریالانو ته وویل، ولسمشر پوتین په شخصي ډول دا پرېکړه وکړه، چې اسد او د کورنۍ غړو ته یې پناه ورکړي.

هغه په‌دې باب نور توضیحات ورنه‌کړل.

بشارالاسد د سوریې د نظام له پرځېدو وروسته مسکو ته تللی او پر سوریې د هیئت تحریرالشام افراطي ډلې په مشرۍ یاغیانو پرون یک‌شنبه ولکه ټینګه کړه.

په همدې حال کې ټاکل شوې، چې د ملګروملتونو امنیت شورا نن د تړلو دروازو تر شا د سوریې پر وضعیت بحثونه وکړي.