اوچا: په افغانستان کې ۶ میلیونه او ۶۰۰زره وګړي سرپناه ته اړتیا لري

ارشیف: په بغلان کې سېلابونو دغه کورنۍ بېځایه کړې دي.

د ملګرو ملتونو یو بنسټ وايي، په افغانستان کې ۶ میلیونه او ۶۰۰زره وګړي سرپناه ته اړتیا لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو لویې کمېشنرۍ په یوه راپور کې چې پرون د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ ادارې یا اوچا پر خپله ویبپاڼه (ریلیف ویب) خپور کړی دا خبره کړې ده.

په راپور کې ویل شوي، د ستنېدونکو لوی شمېر، اقلیمي بدلون، د بېکارۍ او بېوزلۍ زیاتوالی، دغه راز د زلزلو او سېلابونو په څېر طبیعي افتونه، سرپناه ته د اړتیا د زیاتېدو عمده علتونه ګڼل کېږي.

په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۳م کال په اکټوبر میاشت کې په هرات کې د زلزلو له کبله څه باندې ۴۸زره کورونه زیانمن یا هم ویجاړ شول.

وړاندې راغلي چې روان میلادي کال په ټول افغانستان کې سېلابونه هم د استوګنې د څه باندې ۱۸زره او ۴۶۰ کورونو د زیانمنېدو او ویجاړېدو سبب شول.

افغانستان د اقلیمي بدلونونو له کبله لسو زیانګالو هېوادونو له ډلې دی.

په دغه هېواد کې په میلیونونو کسان د سرپناه تر څنګ بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې د شمېرو له مخې، په افغانستان کې دا مهال بشري مرستو ته د اړو کسانو شمېر تر ۲۷ میلیونو زیات دی.