د امریکا د متحدو ایالتونو او قطر دوو استازو د افغانستان پر وضعیت خبرې وکړې.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت پرون یکشنبه ویلي چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي فیصل بن عبدالله الحنزاب، د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو له ځانګړې استازې رینا امیري سره د دوحې فورم د غونډې په څنډه کې کتلي او د دواړو لوریو د نږدې اړیکو تر څنګ یې په افغانستان کې د ثبات د ټینګښت لپاره پر نړیوالو هڅو خبرې وکړې.
په دې اړه نور تفصیل نه دی ورکړل شوی.
قطر تېره شنبه او یکشنه د دوحې فورم د غونډې کوربه و.
قطر له هغو ګوتو په شمېر هېوادونو دی چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او د طالبانو سیاسي دفتر لا هم په کې فعال دی.
په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې د افغانستان لپاره د لوېدیځ اکثر سفارتونه د قطر له پلازمېنې دوحې فعالیت کوي.