د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ؛ نن دوې لوبې کېږي

ارشیف: په هرات کې د فوټبال له سیالیو یو انځور

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ د څلورم پړاو په دویمه اوونۍ کې به نن دوشنبه دوې لوبې وشي.

په لومړۍ لوبه کې به د عینو مېنې او موج ساحل لوبډلې او په دویمه لوبه کې به د خادم ایف‌سي او سرخ پوشان لوبډلې له یو بل سره مخامخې شي.

په پرونیو سیالیو کې د استقلال لوبډلې یو د صفر په مقابل کې د جوانان لوبډلې ته ماتې ورکړه او د اټک انرژي لوبډلې د خراسان فاریاب لوبډلې ته دوه د صفر په وړاندې ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو ليګ د سیالیو څلورم پړاو د جمعې په ورځ په هرات کې د ۱۲ لوبډلو په ګډون پیل شو.