چارواکي: د اسراییل او حماس ترمنځ په جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴۷۰۸ ته رسېدلی

د اسراییلو د بریدونو له کبله د غزې یوه ویجاړه شوې سیمه

د حماس تر ولکې لاندې د غزې روغتیا وزارت پرون یکشنبه اعلان وکړ چې د اسراییل او حماس ترمنځ په ۱۴ میاشتنۍ جګړه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۴زره ۷۰۸ ته رسېدلی دی.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس ډله یو تروریستي سازمان ګڼي.

د وژل شویو په شمېر کې د مخکېنیو ۲۴ ساعتونو پر مهال ۴۴ وژل شوي کسان هم شامل دي.

د غزې روغتیا وزارت وايي، له کله چې په غزې تړانګه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه پیل شوې ۱۰۶زره ۵۰ نور کسان ژوبل شوي دي.

دا جګړه وروسته له هغې پیل شوه چې لومړی حماس ډلې د ۲۰۲۳م کال د اکټوبر میاشتې پر اوومه پر اسراییل ناببره حمله وکړه، ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې یرغمل کړل.