زیلینسکي: له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین د وژل شویو سرتېرو شمېر ۴۳زرو ته رسېدلی

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي

د اوکراین ولسمشر وايي، له روسیې سره په نږدې درې کلنه جګړه کې د اوکراین د وژل شویو سرتېرو شمېر ۴۳زرو ته رسېدلی دی.

په فبروري میاشت کې دغه شمېر ۳۱زره و چې له هغې راهیسې ۱۲۰۰۰ نور ورزیات شوی دی.

ولودمیر زیلینسکي پرون د ټلګرام په کانال کې لیکلي، په دې موده کې ۳۷۰زره نور پوځیان ژوبل شوي او درملنه یې شوې ده.

د ده په وینا، د ټپي شویو پوځیانو نیمايي یې بېرته د جګړو ډګرونو ته ستانه شوي دي.

پوځي شنونکي وايي، احتمالاً چې د وژل شویو او ټپي شویو پوځیانو شمېر تر دې زیات وي.

ښکېل لوري د تاکتیکي دلایلو له مخې، د خپلو وژل شویو سرتېرو واقعي شمېر نه خپروي.

د امریکا د متحده ایالتونو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ له زیلینسکي سره په پاریس کې د شنبې ورځې له کتنې وروسته په تروت سوشل (Truth Social) شبکه کې لیکلي چې اوکراین خپل ۴۰۰زره سرتېري له لاسه ورکړي او د روسیې ۶۰۰زره سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.